کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د مخکني حکومت د مخابراتو له وزیر امیرزي سنګین او پر اساسي قانون د څار کمېسیون له پخواني مشر ګل الرحمن قاضي سره د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د لیدنې خبر ورکړی دی.
دلاور په تېرو دوه کلونو کې د اسلامي امارت د لاس ته راوڼو او د کانونو او پټرولیم وزارت د کار او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: افغانستان ګڼ کانونه لري او په دغه فرصتونو سره چې اوس یې لرو کولی شو هېواد د اقتصادي پرمختګ په لور بوځو.
د کانونو وزارت سرپرست وویل: هغه کانونو په ځانګړي ډول د مس عینک او دویم عینک، د هرات زنده جان سمنټو، د کندهار د شوراندام، د جبل السراج، د هېواد د نفتو او ګازو د صنایعو او د دغه وزارت د نورو قراردادونو په اړه خبرې وکړې، چې پروسس به یې سل په سلو کې کورنی وي.
د سرپرست دولت دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او زموږ ټول مسلکي او تجربه کار کارکوونکي کولای شي چې له راستنېدو سره سم د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي ترڅو خپلو هېوادوالو ته د هوسا او ارامه ژوند لپاره ښه چاپېریال برابر شي.
د تېر حکومت د مخابراتو پخواني وزیر امیرزي سنګین وویل: په حقیقت کې اسلامي امارت نه یوازې په ټول افغانستان کې ثبات او امنیت تامین کړ، بلکې په افغانستان کې یې د کار او پانګونې د ودې لپاره یو نوی بنسټ هم برابر کړ او د دغه کار، فعالیت یې ستاینه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment